د پورونو کمېټې اونیزه غونډه تر سره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۴:۱۱
ss

د پورونو کمېټې اونیزه غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې د غړو او پوروړو شرکتونو په حضور کې د چهارشنبې په ورځ د 24/12/1401 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه. 
په دغه ناسته کې د وزارت د عواید ریاست له لوي د پورونو په اړه د لنډو معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ له پوروړو شرکتونو څخه د کانونو او پټرولیم وزارت پورونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
په پای کې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د ترلاسه کولو په اړه د کمیټې د غړو د نظریاتو، وړاندیزونو او د حل لارو له اوریدو وروسته له پوروړلو شرکتونو څخه د پور د ترلاسه کولو لپاره د کب 28 نېټې پورې وخت وټاکه چې دوی باید خپل پورونه په ټاکلي وخت سره اده کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته