د چينا افغان ده يون لونګ شرکت ريئس سره د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ليدنه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۵:۳۳
ه

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د چينا افغان ده يون لونګ شرکت ريئس او مل پلاوي سره نن دوشنبه د 1402/1/28 نېټې په خپل کاري دفتر وليدل.

په دې ليدنه کې د ياد شرکت ريئس د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې موږ غواړو د فولادو پروسس فابريکې او نورو کانونو کې پانګونه وکړو. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې لېوال پانګوالو ته ښه راغلاست وايو او وې ویل، کانونه د ټولو افغانانو هیله ده او د کانونو وزارت مکلف ده چې د کانونو د قانون له مخې د هېواد د کانونو قرارداد وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته