د چین هیواد له سفیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ليدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۲:۳۳
عه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ حدیث شهاب الدین دلاور د خپلو مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په ګډون د چین هیواد د خلق جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو او مل پلاوي سره نن چهار شنبه 2/6/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل، چې د مس عینک پروژې پر مشکلاتو او همدارنګه د آمو دریا پر پروژې خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي وانګ یو او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:”د مس عینګ پروژه د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو لپاره ډېره مهمه او حیاتي ده او موږ غواړو چې د دې پروژې عملي کار هر څومره ژر چې امکان لري پیل شي“.

د چين سفير د يادې پروژې د پرمختګ په برخه کې د کانونو او پټروليم وزارت له همکارۍ او پاملرنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه:”چې د لرغونو اثارو د لېږد په اړه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسؤلینو سره ليدنې کړي او هغوى هم په دې هڅه کې دي چې د مس عینک کان څخه د لرغونو اثارو له انتقال وروسته ژر تر ژره د استخراج چارې یې پېل کړي“.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته