د کابل ولایت د کانونو ریاست ته نوی رئیس ور وپېژندل شو

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۴۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس د 12/6/1403 نېټې مولوي عبدالوهاب ظهیر د کابل د کانونو د نوي رئیس په توګه د وزارت د مقام دفترعمومي رئیس الحاج محمد معراج «معراج» له لوري د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

په دې مراسمو کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس په اداراتو کې بدلون د ښه والي په موخه یو اصل وباله، ښاغلي ظهیر ته یې د مبارکۍ ویلو سربېره د کابل د کانونو د پخواني رئیس د کار او فعالیتونو ستاینه وکړه.

په پای کې د کابل د کانونو نوي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د چارو د لاښه پر مخ وړلو کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته