د کابل ښار په شاوخواه کې د ساختماني موادو سروې

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۱:۳۷
32145

د کانونو او پترولیم وزارت د ملي عوایدو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامینځته کولو لپاره له کاني سرچینو څخه د موثرې ګټه اخیستنې لپاره د کابل په شاوخوا کې د ساختماني موادو د سرچینو سروې وکړه.

د سروې لپاره ټاکل شوي ساحوي ټیم، په ده سبز، شکر دره، کاریزمیر، میر بچه کوت، فرزه، پغمان، سروبي او د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالیو کې (گرانیت، امفیبولیت، مرمر، تراورتین، دولومیت، ریگ او جغل) د ساختماني موادو درلودونکې ساحې مطالعه او کانتور بندي کړې.

هغه فعالیتونه چې په یادو برخو کې ترسره کیږي، په لاندي ډول خلاصه کیږي:

           د جیولوژیکي جوړښتونو کشف

           د اړیکو معلومول

           د کاني اجسامو د ظاهري طبقاتو معلومول

           د کانی اجسامو کانتور بندي

           د جانبي احجارو مطالعه کول

           د ذخایرو احتمالي شمېرل

           سکیچ شوې سیمې

           د لست ترتیب کول او نور اړین  فعالیتونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته