د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۸:۴۱
xx

 د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د پنجشنبې په ورځ2 /1402/6 نېټې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع، ولایتي ریئسانو او د بېلابېلو ولسوالیوله یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.

په دغه ليدنه کې مرستیال والي او د لوګر ولایتي ريئسانو د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د خلکو ستونزې، د سرکونه جوړول، پخوانۍ او نویو پروژو کارونه پیل، د کرنې او بر ېښنا تولید لپاره د هفتک بند رغول،  د ولایت په سطحه ۱۳ داوبو زېرمې او چیکډیمونه، د مولانا یعقوب چرخي پروژې چې ۶۰۰ کیلو واټه برېشنا ظرفیت لري،  د یاد ولایت دکانونو د قرار دادیانو لپاره ټولنیز خدمتونو ترسره  کول او د کانونو غیر قانوني کېندني په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغوی ته ډاډ  ورکړه چې د شته امکاناتو په صورت کې به د یاد ولایت د سرکونو جوړول او نورو ټولو ټولنیزو خدمتونو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته