د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره کړه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۶ - ۱۵:۲
ww

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي، رئیسانو او د بېلابېلو برخو مسوؤلینو په شتون کې نن چهارشنبه د 6/2/1402 نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.

د غونډې په پېل کې د تېرو غونډو پرېکړې وڅېړل شوې او د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدلو وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د وزارت د چارو د چټکتیا او شفافیت په اړه لازمې لارښوونې وکړې. او همدارنګه یې په دغه ناسته کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د طرزالعمل او په یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او لازم تصمینونه ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته