د کانونو او پټرولیم وزارت استازو د کولمبیا هیواد نه لیدنه ترسره کړه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۴:۲۱
سسس

د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړي پلاوي د وزارت د پالیسۍ او برنامو معین او دسروی جیولوژي معین په مشرۍ د (CLDP) او (USGS) په مرسته د کولمبیا د کانونو د سکتور څخه رسمي لیدنه ترسره کړه.

د سفر په جریان کې ، پلاوي د کولمبیا هیواد د کانونو او انرژۍ وزارت د مرستیال وزیرې او رییسانو سربیره ، د کولمبیا جیولوژیکي سروې ، د کولمبیا د کانونو ادارې ، د کولمبیا زمرد فدراسیون او د صنعتکارانو زمرد اتحادیې سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت استازو د مازو په نوم د زمرد کان څخه لیدنه وکړه ترڅو د کانونو په سکتور کې نوې تجربې ترلاسه کړي.

د دې سفر په جریان کې، افغان استازو نه یوازې د کانونو په سکتور کې د افغانستان تجربې او ستونزې شریکې کړې ، بلکې د دوست هیواد کولمبیا څخه يي په مختلفو برخو کې تجربې او دهمکاریو تعهد ترلاسه کړه.

په دې ناسته کې ، افغانستان د کولمبیا د کانونو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ ، د معلوماتو تبادلې او د کانونو په اړه ګډې څیړنو په اړه د تفاهم لیک لاسلیک کولو وړاندیز وکړ؛ د کولمبیا د کانونو وزارت یاد وړاندیز سره هوکړه وکړه او په راتلونکو میاشتو کې یي د نهایی کیدو موافقه وکړه.

سربیره پردې ، د کولمبیا زمرد فدراسیون له افغانستان سره همکارۍ ته لیوالتیا وښوده او یادونه یې وکړه چې دوی چمتو دي چې دافغان کان ایستونکو لپاره ښوونیزی برنامې جوړې کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت به دهمکاریو دتعقیب په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي؛ ترڅو په سکټور پرمختګونو ته زمینه برابره شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته