د کانونو او پټرولیم وزارت د اداري غونډې جوړول

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۵:۱۰
wer

د وزارت اداري غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ نن چهارشنبه د 3/12/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي، د جیولوجي سروې مرستیال او یو شمير رئیسانو ګډون درلوده. چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د وزرات د تشکل، فعلیتونو، لاسته راوړنو او د قشقري ګاز د قرارداد په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې په دې وروستیو کې د وزارت د عوایدو سطحې لوړل او په بریالۍ توګه د کابل ښاریانو ته د ډبرو سکرو له ویش څخه ستاینه وکړه.
غونډه د رئیسانو د راپورونو له اورېدو او د وزارت د کاري چارو د لا ښه والي په موخه د مشرتابه پلاوي له لوري د لازمو لارښوونو په ورکولو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته