د کانونو او پټرولیم وزارت د خدماتو او اداري رئیس معرفي کېدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۵:۶
سس

د وزارت د مقام په پیشنهاد او د ریاست الوزرا د محترم مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي حبیب الله د خدماتو او اداري د نوي رئیس په توګه د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي له لوري د یوشمېر رئیسان په شتون کې، د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د پلان او پالیسي مرستیال د خدماتو او اداري نوي رئیس ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: نوموړی مخکې د لویو کانونو ریاست کې د غیرفلزي کانونو د قراردادونو د آمر په توګه دنده ترسره کوله او له ډېر تجربې برخمن دی په ټولو چارو کې ورته د بریالیتوب هیله کوو.
مولوي حبیب الله د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه ویې ویل: په ټولو چارو کې به هر اړخیزې هڅې ګړندی وساتو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته