د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه تر سره شوه.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۳:۱۸
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه نن پنجشنبه 2/4/1401 نېتې د وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د معینانو او رئیسانو په شتون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلو د شهیدانو روح ته په دعا سره پیل شوه. ورپسې بیا ښاغلي محمد افضل صافي په افغانستان کې د فاسفیت او د هغې د پیدایښت په اړه مفصل معلومات د پریزنټیشن له لارې وړاندې کړل. او همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس عبدالله موسی زي هم په وزارت کې د امنیتي کمرو د چمتو کولو او نصبولو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي زده کړو او په بېلابېلو برخو کې د دغه وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۴لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضابېکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست رئیس د پروان د تړوني شرکتونو له استازو سره وکتل

د هغې لیدنې په ترڅ کې چې د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د ارزونې ټیم د پروان ولایت د کانونو د تړوني شرکتونو د کاری سیمو څخه تر سره کړې وه، د تخنیکي مالي او اداري نیمګړتیاوو د حل په موخه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د سیتوایا کمپنۍ څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، چې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال یې هم ملتیا کوله د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د برېښنايي. . .

بېرته خبرونه ته