د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه تر سره کړه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۱۱:۴۳
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه د پنجشنبې په ورځ د 5/12/1400 نیټه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یاد وزارت په مقام کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې چې  تخنیکي مرستیال الحاج محمد عیسی اخند او نورو رئیسانو هم ګډون کړی و، د پلان، څارنې او ارزونې ریاست د افغانستان د کانونو د سکټور د نقشه راه د موخو، پلانونو او ستراتیژیو په اړه مفصل راپور د پریزنټیشن له لارې د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړ. ورپسې رئیسانو او نورو مسؤلینو د خپلو دندو په اړه لازم توضیحات وړاندې کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د حاضرو غړو د کاري راپورونو د اورېدو پر مهال د چارو د پرمخ بیولو په برخه کې له ترسره شویو هڅو مننه وکړه. او دغه راز د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ د دندو د ارزونې او رسېدنې په موخه د ولایتي همغږۍ رئیس مولوي عبدالله نعماني په مشرۍ  پلاوي وټاکه او بله کمېټه چې مشري یې ښاغلي قاري هارون کوله د وزارت د پلان، پالیسي او طرزالعملونو د تنظیمولو لپاره یې رئیس وټاکه.

همدغه راز په ياده غونډه کې د غونډې د اجنډا له مخې د بېلابېلو رئيسانو له خوا پرمختګونه، ستونزې او کاري وړانديزونه وړاندې شول.

او په پای کې د یاد وزارت سرپرست د وزارت غړو او کارکوونکو ته د ورسپارل شویو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته