د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ شپږمه ناسته تر سره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۸:۴۵
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ شپږمه ناسته د کارونو د چټکتیا په موخه د وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند تر مشرۍ لاندې د [#جیولوژۍ_سروې، #پلان_او_پالیسۍ او #مالي_‌او_اداري] مرستیالانو، رئیسانو او د وزارت ارشد سلاکارانو په ګډون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

د قرآن‌کریم له تلاوت وروسته، سرپرست‌وزیر په غونډه کې د کارکونکو د هېواد څخه د باندېنیو علمي لاسته راوړنو یادونه وکړه، او د نوموړو علمي لاسته راوړنو د وړاندې کولو په اړه یې لازمې لارښوونې ورکړې.

ورپسې د کاډسټر عمومي ریاست لخوا د لغمان ولایت د ودانیزو موادو( سول، جغل او تعمیراتي ډبرو) کاني حالت په اړه راپور وړاندې او د وزارت رهبرۍ لخوا د موضوعاتو د حل په موخه لازم هدایات ورکړل شول.

د ناستې په وروستۍ برخه کې، دفتر ریاست د مشرتابه د ناستو طرزالعملو په اړه او حقوقي عمومي ریاست د کاني سیمو د سروېګانو د غوښتنلیکونو او د هغو د طرزالعملو او مراحلو طۍ کول وړاندې کړل، چې ذکر شوي طرزالعملونو د درج شویو ملاحظاتو په پرنسیپ کې د تأیید وړ وګرځیدې.

یاده غونډه د پوښتنو او پیشنهاداتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.

#کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته