د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوسپنې پټلۍ او کانونو د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا په ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات مزار شریف ٦٥٧ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو، د پروژې د پیل پړاوونو، د مالي لګښت د برابرولو او د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون د څرنګوالي په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل، سربېره پر دې ایراني چارواکو د اوسپنې پټلۍ د پراختیا، په افغانستان کې د کانونو د معیاري لابراتوار د جوړولو او همدارنګه د کانونو د سروې، استخراج او په هېواد کې د ننه د پروسس کارخونو د جوړولو په برخو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره د تخنیکي همکاریو ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه، ایراني لوري د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو لپاره په بېلابېلو تخصصي برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو او د کاني موادو د ترانزیټ او صادراتو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړه ده چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به سیمه ییز اتصال رامنځته شي او همدا راز به افغانستان د دغو پروژو له درکه میلیاردونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته