د کانونو او پټرولیم وزارت د یو کال لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۲۸
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخنیکي معین انجنیر وحیدالله حلیمي او د پلان او پالیسۍ معین شېخ ضیاءالرحمن اریوبي په شتون کې د دولت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د یاد وزارات د یو کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور نن سه شنبه ۵/۱۱/۱۴۰۱ نېټې د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې کړ. 
په دغه کنفرانس کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ جوړونې څانګه ده چې اصلي دنده یې د پالیسیو طرحه کول، د کانونو د چارو تنظیمول او په دې برخه کې د خپلو فعالیتونو کنټرول دی، له شته امکاناتو څخه په استفادې او د هېواد اوسني اقتصادي او ټولنيزو شرايطو او د دې سکتور د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره يې په دې برخه کې پراختيايي پروګرامونه او لازم اصلاحات پلان او پلي کړي، چې الحمدالله په بېلابېلو برخو کې يې د پام وړ پايلې ترلاسه کړې دي. 
او همدارنګه ښاغلي شېخ الحدیث صاحب د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي لیدلوری، د کانونو او پټرولیم وزارت لیدلوری، د کانونو او پټرولیم وزارت عمده لاسته راوړنې، په اداره او بودیجه کې اصلاحات، د کوچني کانونو قراردادونه، د لوی کانونو قراردادونه، د کټواز د تېلو ساحې هوايي سروې پروژه، د قشقري تېلو استخراج. د کانونو سروې تر سره کول، د مس عینک پروژه، د ټاپي پروژه، پلانونه، پالیسۍ او د روڼتیا برابرول او د راتلونکو پلانونو او برنامو د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې  او یادونه یې وکړه چې د افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت سره تراوسه د کانونو او پټرولیم وزارت ټول یو کلن عواید (۱۳،۲۰۹،۲۷۴،۴۷۶) دیارلس اعشاریه دوه ملیارده افغانۍ کیږي. چې له دې جملې څخه (۱۱۱،۹۰۰،۴۳۹) میلونه افغانۍ د جمهوریت د شيږو میاشتو دي خبرې وکړې.
له نیکه مرغه د افغانستان د اسلامي امارت نظام په راتګ او د کانونو او پټرولیم وزارت د مسولینو د زیاتو هڅو په پایله کې د دغه وزارت د پورونو یوه لویه برخه چې د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۴۰۰ کالونو په جریان کې د کانونو د ستخراج پر شرکتونو پورونه وو چې راټول کړي نه وو اوس مو تعقیب او راټول کړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته