د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري غونډه ترسره شوه

urgent_user
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د 14/4/1403 نېټې د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې تعقیب شوې، همدا راز د یو شمېر ریاستونو د راتلونکو پلانونو او فعالیتونو په اړه یې بحث او خبرې وکړې، ورپسې د مقام د دفتر رئیس له لوري د کانونو د قراردادیانو او یو شمېر ریاستونو ستونزې او وړاندیزونه واورول شول همدا راز د ریاستونو د کارونود ښه والي په موخه په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه باندې یې بحث او نظرونه شریک کړل.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فعالیتونو د لاښه پلي کېدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته