د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۵:۲۹
۵۵

 د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د 20/2/1401 نېټه په خپل دفتر کې له ښاغلي توماس نیکولسن او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

لومړی شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ غواړو د کانونو د استخراج د پراختیا، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه خبرې وکړو. اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو لپاره د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې ډېره مهمه ده او موږ هڅه کوو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولرو او د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړو.

وروسته بیا ښاغلي نیکولسن د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د دوی د مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او وویل: څه موده وړاندې مو د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره خبرې کړې وې او اوس زموږ موقف معلوم ده، څنګه موږ کولی شوو چې له تاسو سره همکاري وکړو؟

او همدارنګه یې زیاته کړه: موږ غواړو چې په یاده ناسته کې پر درېیو مهمو مسایلو خبرې وکړو، چې له هغې جملې څخه د چینايي او ایراني شرکتونو د پانګوالو راجلبول چې باید د کانونو د استخراج له لارې لرغونو اثارو او چاپېریال ته زیان ونه رسوي. دوهم د جلب و جذب کمیسیون له هیواد څخه بهر افغانانو بېرته راستنیدل خپل هیواد ته او دریم د حجاب په اړه د ښځو د محدودیتونوحالت چې نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر پورتنیو مسایلو ته اشاره وکړه او وویل چې د کانونو اکتشاف او استخراج به د ملي او نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره کیږي او د چاپیریال او لرغونو اثارو د  له منځه تلو باعث نه کږي. او د کارمندانو د حجاب په اړه یې وویل: حجاب د افغانانو د کلتور او فرهنګ یوه برخه ده، نوموړي پر اروپايي ټولنې او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو منشور ته غاړه کېږدي او د افغانانو کلتور او فرهنګ ته دې درناوی وکړي. او همدارنګه د جلب و جذب کمیسیون کوشش کوي چې هغه افغانان له هیواد څخه بهر دي پرته له کومې ويرې دې خپل هیواد ته راستانه شي او له خپلو هیواد والو سره دې یو ځای ژوند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته