د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۲۴
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه د بېلا بېلو موضوعاتو سربېره یې د تېرو حسابونو پر تصفیې، راتلونکو پلانونو، د کورنیو او بهرنیو انجنیرانو او کارمندانو پرمعاشاتو، د ښه مدیریت او کنټرول په موخه د الکټرونیکي سیسټم جوړول، د زمرد سای د 56 کیلومټره سړک د جوړولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت، افچین کمپنۍ، د نفتو او ګازو امارتي شرکت یوه ګډه کمېټه د بهرنیو انجنیرانو د ګمارنې، په هغه صورت کې چې افغانستان کې یاد انجنیران نه وي او د تخنیکي چارو پرمخ وړلو په موخه جوړه شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته