د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس ولایت له کاني زېرمو څخه لیدنه وکړه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۸:۴
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس ولایت له کاني زېرمو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د بادغیس ولایت د کانونو امر قاري سید شمس الدین نظامي او مل پلاوي د یاد ولایت د بېلا بېلو کاني زېرمو څخه لیدنه وکړه.
د وزارت سرپرست د خپل سفر په لړ کې د لامان درې د ډبرو سکرو کان د استخراج بهیر ، د قلعه نو ښار اړوند د ګچ ډبرو د استخراج، پروسس او بسته بندۍ چارو، د بالا مرغاب ولسوالۍ د بزبای تنګي سیمې د سپین لاخ د تېلو او ګازو له زېرمو، د چشمه شیرین د کانې سیمو او د سنګ اتش د ګچو له کانونو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. د تړوني شرکتونو استازو ته د استخراج، پروسس او روڼتیا، د سیمو خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه لازمې یې لارښوونې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت خلکو سره د لیدنې پرمهال یې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د دغه سفر موخه د بادغیس ولایت د کانونو د استخراج او پروسس بهیر څخه د لیدنې او ارزونې سربېره هېواد والو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته