د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بغلان ولایت د کانونو له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۱۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د بغلان ولایت د کانونو له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت د کاني زېرمو په اړه د خبرو سربېره یې د قراردادي شرکتونو او قېمتي ډبرو د ارزښت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د بغلان ولایت د کانونو رئیس خپلې ستونزې او غوښتنې یې د وزارت له مشر تابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی ستونزو او غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې د کاني زېرمو د مدیریت، ساتنې، څارنې او روڼتیا په اړه تینګار وکړ. 
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کاري پروسې د ښه والي او کارونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته