د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بیات ګروپ له رئیس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۲:۳۹
cdx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن سهار په خپل کاري دفتر کې د بیات ګروپ له رئیس ښاغلي احسان الله بیات او دده له همکارانو سره وکتل.

د بیات ګروپ رئیس احسان الله بیات د بیات پاور پروژې د چارو په چټکتیا کې د کانونو او پټرولیم وزارت له همکارۍ مننه وکړه او د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور په نورو پروژو کې یې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته فرصتونو او ظرفیتونو په اړه د معلوماتو ترڅنګ، د پانګونې لپاره د اسانتیاو د برابرولو، د شفافیت او تحرک د ټینګښت او د کاري فرصتونو د ایجادولو په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته