د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له عمومي رئیس لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۲:۲۱
22

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ د 9/1/1402  نېټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په طبيعي زېرمو کې د لوړې پانګونې له لارې د افغانستان د ودې او پرمختګ په اړه خبرې وکړې، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د معدني سرچینو څخه په سمې استفاده کې د اړتیا وړ برېښنايي ماشینونو جوړول او د هغو د پرمختګ په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ریاست د پروګرامونو د هرکلي تر څنګ د کانونو او پټرولیم وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته