د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مشواڼي قوم له مشرانو او سپینږیرو سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۸:۳۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مشواڼي قوم له مشرانو او سپینږیرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مشرانو  رول یې د امنیت په برخه کې مهم وبللو.
د مشواڼي قوم مشرانو او سپینږیرو د وزارت مشرتابه له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مشواڼي قوم د مشرانو او سپینږیرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل په برخه کې د شته امکاناتو په لرلو سره  د همکارئ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته