د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هلمند ولایت د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۳:۳۲
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې  په ورځ د مرغومې په 28 د هلمند ولایت  د قراردادي شرکتونو له یو شمېر استازو سره وکتل.
په پیل کې د دغه ولایت د شرکتونو استازو د وزارت د سرپرست له کارونو څخه ستاینه وکړه او په ورته وخت کې یې د هغو قراردادونو د تمدید غوښتنه وکړه چې پخوا ترسره شوي وو.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د هغوئ د خبرو له اورېدو وروسته زیاته کړه: د هلمند ولایت د روخام ډبرو کانونه به ډېر ژر داوطلبي ته وړاندې شي او هغوی کولی شي چې د داوطلبۍ پروسې وروسته ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته