د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل

urgent_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۹:۲۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ 8/5/1403 نېټې د نورستان، کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو د کانونو له رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې رئیسانو د خپلو کاري پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او په روڼتیا، همغږۍ یې ټینګار وکړ او د ستونزو د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته