د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۲۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د 16/7/1403 نېټې په خپل کاري دفتر کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، د تر کمن ګاز او ټاپي کمپنیو له تخنیکي ټیمونو سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د عملي کار پرچټکتیا، د کمپونو جوړولو، سیمه ییزو خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، هېواد والو ته د تحصیلي بورسونو برابرولو، د ګازو د وېش او قېمت، د ځمکو د استملاک د پاتې چارو په اړه یې خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې رئیس ته ډاډ ور کړ ویې ویل: موږ چمتو یو چې دیادې پروژې د چارو د چټکتیا په موخه همکاري وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته