د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد د طبیعي او کاني زېرمو د ښه مدیریت، د پانګونې جلبولو، د کانونو په پروژو کې د کاري فرصتونو برابرولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو یې بحث او خبرې وکړې.
الحاج ملا هدایت الله بدري د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال ته ښه راغلاست ووایه ویې ویل: افغانستان ډیرې کاني سرچینې لري چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په راجلبولو، د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي، د کارموندنې او د بې وزلۍ او بېکارۍ په له منځه وړلو کې اغېزمنه ونډه لرلی شي دغه راز نوموړي وویل چې اوس مهال د کانونو په پروژو کې په لسګونو زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده او د وخت په تېرېدو سره به دغه شمېر لا زیات شي او ګڼ شمېر کاري فرصتونه به رامنځته شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ یې د کاري ځواک د استخدام په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.