د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار ولایت له مشرانو سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۱:۱۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدری د دوشنبې په ورځ 1403/9/19 د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د يادې شوې ولسوالۍ مشرانو او مخورو د کانونو او پټروليم وزارت د رهبرۍ له کړنو څخه ستاينه وکړه او د دغه ولايت د کاني سرچينو د مديريت په برخه کې يې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل. دغه راز دوی د خلکو ستونزې هم د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به د شته امکاناتو په شتون کې د کانونو د کړنلارې مطابق رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته