د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کونړ ولایت د کانونو له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۲۱
f

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کونړ ولایت د کانونو له رئیس مولوي محمد شیرین حقاني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت د کاني زېرمو په اړه د خبرو سربېره یې د رسوبي طلا، بېروج او قېمتي ډبرو د ارزښت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د کونړ ولایت د کانونو رئیس خپلې ستونزې او غوښتنې یې د وزارت له مشر تابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی ستونزو او غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې سپارښتنه وکړه چې د یاد ولایت د رسوبي طلا کان دې ژر تر ژره اعلان ته وسپارل شي او همد راز یې د کانې زېرمو د مدیریت، ساتنې، څارنې او رونټیا په اړه تینګار وکړ. 
په پای کې یې د کاري پروسې د ښه والي او کارونو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته