د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له هندي پانګوال سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۴۴
ss

 د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاری دفتر کې له یوتن هندي پانګوال سره وکتل.
 په دې کتنه کې هندي پانګوال د هېواد د اوسني وضعیت او فرصتونو په اړه خوښي څرګند کړه ویې ویل: افغانستان د پانګوالو لپاره ډېر ښه فرصتونه لري او د هېواد د سرب، جستو او ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه  کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: هغه بهرني پانګوال چې غواړي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت د هغوی د هڅونې او را جلبولو په برخه کې قانوني همکاریو او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته