د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په اروپا کې له مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۷:۵۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په اروپا کې له یو شمېر مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل.
په دې ناسته کې په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو په ټول هېواد کې د امنیت او ملي حاکمیت پر ټینګښت، اداری فساد سره د مبارزې او د نشه یي توکو په له منځه وړلو، د ملي پروژو پلي کېدو په ځانګړې توګه د کانونو د سکټور په برخه کې د اسلامی امارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه خوښی څرګنده کړه.
یادو شویو شخصیتونه له هېواد څخه بهر د افغانانو د تخنيکي، علمي او فرهنګي ظرفيتونو د جلب او جذب لپاره د لا زياتو فرصتونو او اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه ویې ویل: زيات شمېر هغه افغان علمي، فرهنګي شخصيتونه او پانګوال چې په بهر کې مېشت دي لېوالتيا لري، چې د دوی لپاره په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه او نورې اسانتیاوې برابرې شي تر څو دوی بېرته خپل هېواد ته راستانه او د خدمت جوګه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، واحد حکومت رامنځته شوی، اداري فساد تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی. د نشه یي توکو کښت او تولید له منځه وړل شوی او د هېواد په ټولو برخو کې خلک په خوندي او سوله ایز چاپیریال کې ژوند کوي.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په پای کې د دوى له راتګ او ښه نظر څخه مننه وکړه ويې ويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى، په بهر کې مېشت افغانان کولاى شي په پوره ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بيارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۷:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۶:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۷
Background image

د ټاپي پروژې له کاري پرمختګ څخه لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت او تر کمنستان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
په یادو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء. . .

بېرته خبرونه ته