د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال معرفي شو

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۴:۱۹
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت په پیشنهاد او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۹۸۸ شمېرې د حکم پر بنسټ، محمد حمید یوسفي د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو چې د دې وزارت د سرپرست وزیر لخوا کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

په هغو مراسمو کې چې د دغه وزارت د رهبرۍ، رئیسانو، سلاکارانو او میلمنو په ګډون په همدې مناسبت جوړ شوي و، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې مالي او اداري مرستیال ته مبارکې ورکړه او زیاته یې کړه چې د ده شتون به د وزارت په سطحه پروسې چټکې او ګړندۍ کړي.

محمد هارون چخانسوري وویل: نن ورځ د وزارت رهبري تکمیل شوه. زموږ مسؤولیت د کانونو په سکتور کې د تحرک ایجادول دي، ځکه چې دا سکتور د هېواد د اقتصاد په وده کې ارزښتناک رول لوبوي.

ورپسې نوي تعیین شوي مالي او اداري مرستیال محمد حمید یوسفي د حکومت له مشرتابه څخه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یو اصل په توګه به سیستم د نننۍ ټکنالوژۍ پربنسټ جوړ کړي چې له امله به یې د وزارت کارونه اسان او پیاوړي شي.

هغه زیاته کړه: ټولو ارزښتونو ته د درناوي ترڅنګ به د عایداتو په راټولولو، د شکایاتو د اورېدو او هغو ته د رسېدو فرهنګ د ودې ترڅنګ د مکافاتو او مجازاتو د اصل رعایت او ظرفیت لوړونې ته پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته