د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د فلورایټو له کان څخه لیدنه وکړه

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۴
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د فلورایټو له کان څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ دغنیګي سیمې د درېیم بلاک د فلورایټو له کان څخه لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې یې د یاد کان چارې له نږدې څخه و څېړلې او اړوند مسوولینو ته یې په بېلا بېلو برخو کې ځانګړې سپارښتنې وکړې، د یاد کان مسوولینو ډاډ ورکړ چې خپلې چارې به د کان کیندنې معیارونو ته په کتو سره ترسره کوي، په دغه کان کې له۱۵۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده، چې په راتلونکې کې به دغه شمېر لا زیات شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته