د کانونو او پټرولیم وزارت کې د بین الوزارتي کمیټې غونډه تر سره کول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۲:۵۲
www

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې په ګډون کې نن چهارشنبه 12/8/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د بین الوزارتي غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې د لوی کانونو تنظیم ریاست له لوري په هرات ولایت کې د غوریان اوسپنې او په غور ولایت کې د سرب او جست پروژو او په شرایطو برابر شرکتونو په اړه د پرزنټیشن له لارې معلومات وړاندې کړ. 
وروپسې بیا د بین الوزارتي کمېټې غړو د یادو پروژو د پروسس او ظرفیتتونو په اړه خپل نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ یې په شرایطو برابر شرکتونو پروپزلونو لکه د هغوۍ مالي او تخنیکي ظرفیتونه. کاري تجربې او پخواني فعالیتونو  څېړنې ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته