د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۶:۳۴
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر التقي او د کام انرژي رئیس زمري کامګار سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې کمپنۍ اجراییوي رئیس د خپلې کمپنۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې سربېره یې د ټاپي نللیکې د غځولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه نوموړي ژمنه وکړه چې دوی به د افغان انجنیرانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ورته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د نفتو زېرمو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل ښاغلي وزیر صاحب وویل موږ غواړو چې د سعودي عربستان پانګوالو سره په ګډه کار وکړو دا زموږ لپاره ویاړ دی، چې تاسو لېوالتیا لرئ تر څو د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه وکړئ موږ پراخه بډایه کاني سرچینې لرو، ټول بهرني او کورني پانګوال کولای شي پانګونه وکړي زه ستاسو د  لېوالتیا هرکلی کوم او د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند به په یادو برخو کې درسره همکاري وکړو.
په پای کې دواړو لورو د تخنیکي ټیمونه د غونډو د دوام په موخه یادښت لاسلیک کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته