د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۳
NEWS

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې کتنه کې د لغمان والي د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د یادو ولایت د کانې زېرمو د کیندنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې نوموړي د یاد ولایت د خلکو وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ښاغلي وزیر صاحب د لغمان ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې دیاد ولایت خلکو ته به د کاني زېرمو په برخه کې لا زیات کاري فرصتونه رامنځته شي، نوموړي د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته