د کانونو او پټرولیم وزیر د وزارت له کارکونکو سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۵:۲۵
ccc

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن سهار د وزارت له ټولو کارکونکو سره د جلا غونډو په ترڅ کې وکتل. په دغو کتنو کې د وزارت د نوي تشکیل په اړه چې د کانونو د لارې په نقشه کې د تعریف شویو مسئولیتونو، د ولایتونو او مرکز په کچه د تشکیلاتو د منطقي وېش او لومړیتوبونو له مخې ترتیب شوی، کارکونکو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

محمد هارون چخانسوري د وزارت کارکونکو ته وویل: د نوي تشکیل په تطبیق سره به د کاري مصئونیت ترڅنګ، وزارت په یوې عایداتي منبع واوړي او په سکتور کې به لازم تحرک او شفافیت تامین شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته