د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
news

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس د یادې سیمې د نفرایټ ډبرو او پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
په یاده داوطلبۍ کې د ګډونوالو له جملې څخه د خالد مومند شرکت یو ټن(۳،۱۶۰۰۰۰)درې میلیونه، یو سلو شپېته زره افغانیو د نرخ په وړاندې کولو سره ګټوونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته