د GIS روزنیز پروګرام پیل شو

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۰:۴۱
gffhhj

د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د GIS  جغرافیایي معلوماتو سیسټم کارولو په اړه روزنیز پروګرام د کار کوونکو چارو ریاست او د GIS ریاست سره په همغږۍ د انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په موخه د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۷ نېټې پیل شو.
په دې پروګرام کې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړولو آمر محمد شفیق زماني وویل چې د انجینرانو د پوهې کچې لوړولو او د کار ښه والي په موخه د داسې پروګرامونو تنظیم کول مهم او ارزښتناک دي او په نږدې راتلونکي کې به داسې پروګرامونه په مرکز او ولایتونو کې هم پیل شي.
د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې د انجنیر عصمت الله مایار لخوا ګډونوالو ته مفصل معلومات د پرېزنټېشن په بڼه وړاندې شول او دغه روزنیز پروګرام به تر پنځو ورځو پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته