د Gochin ګوچين کمپنۍ له استازي سره د کانونو او پټروليم وزرات سرپرست

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۷:۲۷
56

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ ۲۴/۱/۱۴۰۲ نېټې د ګوچین کمپنۍ له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د يادې کمپنۍ استازي د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د افغانستان د ليتيم په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ويې ويل: غواړو چې د افغانستان د ليتيم په کانونو کې 10 لس ميليارده ډالره پانګونه وکړو، چې له دې سره به 120 زره تنو ته په مستقيم او تر يو ميليون نفرو پورې په غېر مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په افغانستان کې د ليتيم د توليد په برخه کې د ياد شرکت د لېوالتيا د هرکلي په ترڅ کې وويل: د ليتيم کانونه په نړۍ کې يو له هغو کانونو څخه دی چې ډېر کم پيدا کېږي او د ټولو افغانانو سترګې د ليتيم او نورو کانونو ته دي. نو د کانونو وزارت ته په کار ده چې د هيواد ټول کانونو  د کانونو د قانون له مخې قرارداد ورکړل شي. 

په پای کې چینايي شرکت وړاندیز وکړ چې که د لیتیم کان کیندنې قرارداد دوی ته وسپارل شي، دوی به د اوو میاشتو په موده کې د سالنګ تونل ترمیم کړي او په سالنګ کې به یو بل نوی تونل جوړ کړي. او همدارنګه تاکيد وکړ چې د هغه پروسس به سل په سلو مې په افغانستان کې تر سره کېږي او د هغه د پروسس لپاره به يو د برېښنا بند به جوړه و او د نورستان لویه لاره به له کونړ څخه تر لغمان پورې جوړه وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته