له عرب او چین پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۵:۱۹
صص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه د 1402 کال غبرګولي په 24 مه له هغو عربو او چینایي پانګوالو سره وکتل چې غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د عربو او چینايي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: د هغو بهرنیو پانګوالو لپاره چې غواړي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې قانوني همکاریو او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته