محمد هارون چخانسوري: د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت په سازمان کې به افغانستان خپل غړیتوب ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۰:۵۹
;;

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، نن سهار د (AEITI) څواړخیز ګروپ  په ۴۷مه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د (EITI) د بین المللی سکرتریت رئیس مارک رابنسن، د (EITI) تخنیکي څانګې رئیس سام بارلیټ، د (EITI) د اعتبار ورکړې د څانګې رئیس الکس ګورډي، د (EITI) لپاره د نړیوال بانک سلاکار سریدار کنان، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین ولي الله ځدراڼ، د روڼتیا د څارنې سازمان غړي ناصر تیموري او د خصوصي سکتور، مدني ټولنې او د رسنیو استازو ګډون درلود.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وینا وکړه. نوموړي وویل: «د افغانستان دولت ژمن دی چې د یاد نوښت د سازمان معیارونه په جدي‌ ډول عملي‌کړي‌؛ همدارنګه د افغانستان د غړیتوب د تعلیق پای ته رسولو لپاره لازمي ده چې، ټولو هغو قانوني ستونزو ته چې د سرعت او پرمختګ مخه نیسي د پای ټکی کیښودل شي ترڅو د پروسو په تطبیق کې لازم تحرک او شفافیت را منځته شي».‌

هغه زیاته کړه، دکوید ۱۹ وبا له امله د اووم ګزارش په شمول د یاد نوښت ځينې شرایط له ځنډ سره مخ شوي دي؛ په دې برخه کې د څو اړخیزه ګروپ له استازو نه هیله کوو‌ چې په ټاکل شوې موده کې د یاد ګزارش د بشپړولو او خپرولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.

ښاغلي چخانسوري وویل، دشفافیت او حساب ورکولو په موخه له ټولو ښکېلو اړخونو سره لازمه همکاري کوو؛ ترڅو د یاد نوښت په سازمان کې د افغانستان غړیتوب بېرته ترلاسه کړو او د کانونو په سکټور کې واضح حرکت، سرعت او شفافیت تامین کړو.‌

هغه وویل: «موږ د یوه هوسا افغانستان د درلودلو لپاره د کانونو د سکتور کلیدي اهمیت ته ارزښت ورکوو او په دغه سکتور کې د عملي برنامو په واسطه د هېواد اقتصادي پراختیا لپاره د تحرک، شفافیت او سرعت ایجادولو ته ژمن یو». هغه زیاته کړه، ټول هغه قراردادونه چې ستونزې لرې او یا د فساد تورونه پرې لګېدلي دي، ستاسې په همکارۍ به په جدي ډول بررسي شي او له متخلفینو سره به قانوني برخورد وشي.

ورپسې، د (EITI) د بین المللي سکرتریت رئیس مارک رابنسن خبرې وکړې. هغه وویل چې افغانستان لومړنی هېواد دی چې په اوسنیو شرایطو کې یې د ویډیوکنفرانس له لارې د څو اړخیز ګروپ غونډه ترتیب کړه.

هغه زیاته کړه چې موږ به د ګزارشونو د تهیه کولو، د اعتبار ورکړې د پروسې او د څو اړخیز ګروپ د غونډو د تشکیلولو په برخه کې انعطاف منونکي واوسو. همداراز، نوموړي د شریکانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

د غونډې په لړ کې د امتحاني اعتبار ورکړې په موخه د افغانستان د درخواست او د مدني ټولنې او خصوصی سکتور د غړو د ټاکنې د پروسې په اړه هم بحث وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

بېرته خبرونه ته