محمد هارون چخانسوري: د څواړخیزه ګروپ موخه باید د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ساتنه وي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۵:۰
xxx

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د څو اړخیزه ګروپ (MSG) ۵۱مه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت AEITI د اووم راپور د تایید سربېره په ګروپ پورې اړونده نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د ګروپ غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا غوڼډه د دې لپاره راغوښتل شوې چې راپور پر وخت منظور او خپور شي‌، د ګروپ‌ د غړو نظریات واوریدل شي او د ارزولو په پایله کې یې پریکړه ترسره شي.

هغه زیاته کړه: د اړونده کاري ګروپونو څخه مو هیله ده چې د EITI پر هغو فورمو ژر تر ژره کار شروع کړي چې د اعتبار ورکړې د راتلونکې پروسې او راپورونو لپاره اړین دي ترڅو په راتلونکو پروسو کې د ځنډ مخنېوی وشي.

په غونډه کې د اووم راپور د نهایي کولو، د اتم راپور د تهیه کولو پر پلان، د وظایفو د لایحې او اړونده فورمو د ډکولو او د بدیلو غړو د معرفي کولو په اړه بحث وشو.

د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د ګروپ د غړو له فعال ګډون څخه د مننې ترڅنګ لاندې وړاندیزونه وکړل:

• د روڼتیا تامین زموږ د ټولو مسئولیت دی او په دې برخه کې باید د ګروپ هر غړی خپل مسئولیت ادا کړي

• هغه غړي چې په غونډو کې غیرحاضري کوي، نوم او مشخصات به یې خپریږي

• هغه غړي چې په متواتر ډول په درې جلسو کې غیرحاضري لري،د وظایفو د لایحې او عملیاتي پروسیجر پر بنسټ له ګروپ څخه ایستل کیږي

• د مالیې له وزارت سره دې د تصدیانو د مالی حسابونو د صورت تفتیش تعقیب شي

• راتلونکې اوونۍ دې د لومړۍ کاري کمیټې غونډه ترسره شي ترڅو د جون تر وروستۍ نېټې د اووم راپور د نهایي کولو لپاره جدي اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته