ملت ته د دولت حساب ورکولو پرګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو کال کړنو راپور

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۵:۳۸
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دوشنبې په ورځ د 2/5/1402 نېټې ملت ته د دولت حساب ورکولو پرګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه شوې وه، د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د وزارت ویاند مفتي همایون افغان، د عوایدو رئیس محمد رسول عقاب، رئیسانو او د بېلابېلو رسنیو استازو ګډون کړئ وو. د وزارت د عمده لاسته راوړنو په اړه لکه د جیولوجي سروې، د کانونو د جواز ورکړه، د نفتو او ګازو قراردادونو مدیرت، د کوچني او لوی مقیاس کانونو قراردادونه، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره په ننګرهار کې د مارکیټ جوړېدل، د سمنټو پروژې، د روڼوالي او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې معلومات ورکړل.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په طرزالعمل او د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له ۹ ارګانونو مشتمله د کانونو د محافظت او څارنې د کمېټې د جوړېدو چې دوی به د کانونو د حفاظت او نظارت تر څنګه د غیرقانوني کان کېندني او قاچاق مخنیوی او د افغانستان د نفت او ګازو سیمو او په یادو سیمو د شته ظرفیت، د شبرغان څخه تر مزار شریف ښار پورې د ګازو د پایپ لاین چې ۹۴.۵ کیلومټرو په اندازه پرانیسته، او د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د برنامو او پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د کنفرانس په دوام کې د وزارت ویاند مفتي همایون افغان د کانونو د سروې، د کوچني مقیاس کانونو قراردادونو، د شمالي ولایتونو د زر شویي کانونو فعالیتونه، د کاني موادو د پروسس او فعالیت جواز، د هرات او کندهار ولایتونو د سمنټو پروژې، د ننګرهار ولایت د مرمرو پروژه، د پروان ولایت تراورتین، د هرات ولایت شیدا مس کان، د غوریانو اوسپنه، د غور ولایت سرب او جست، د راتلونکي کال د داوطلبۍ لپاره د پروژو اعلان او همدارنګه د قشقري د نفتو استخراج، د جوزجان ولایت د یتیم تاق ساحي ګاز، د هلمند، هرات او کټواز د نفتو سیمې، د لوګر د عینک مسو پروژه، د ټاپي پروژه، د کانونو او پټرولیم وزارت طرزالعمل او نورو مواردو په اړه معلومات وړاندې کړل، په پای کې د یو شمېر خبریالانو پوښتنو ته یې هر اړخیز ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته