میک کمیټې سفارشاتو ته د لاس رسي او په کانونو او پټرولیم وزارت کې د فساد زیانونو په اړه ناسته ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۹:۲۹
123

په کانونو او پټرولیم وزارت کې د فساد زیانونو او سفارشاتو ته د لاس رسي په پار ناسته د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې تر څار لاندې، د دې وزارت د غونډو په تالار کې د سه شنبې په ورځ وروسته له غرمې ونیول شوه.

په لومړي سر کې، کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلینو د یادې کمیټې د سفارشاتو له وړاندې کولو څخه مننه وکړه، او بیا د دې کمیټې لخوا د وروستي نشر شوي راپور چې څه ډول باید نوموړي سفارشات تطبیق شي، خپل نظرونه څرګند، او د نامعلومو او نه ربط لرونکو سفارشاتو په اړه یې وضاحت ورکړ.

د نوړي کمیټې غړو د نامعلومو سفارشاتو په اړه د وضاحت ترڅنګ د مهمو سفارشاتو د تطبیق او غوره لاس رسي په پخاطر وزارت ته د مرستې ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري په پخپل کلک عزم سره د افغانستان په استخراجي سکتور کې سمونونو او روڼتیا رامنځ ته کولو په پار ژمنه ده. داچې کارونه په ښه شان سره تر سره شي، له همدې کمیټې څخه غوښتنه وشوه، ترڅو د دې ادارې کړنې د روڼتیا پخاطر ارزیابي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته