نشست همآهنگی بین الوزارتی در مورد تنظیم سکتور سنگ‌های قیمتی و نیمه قیمتی

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۸:۱۳
ثث

د قېمتي او نېمه قېمتي ډبرو د تنظیم سکټور په موخه د همغږۍ بین الوزارتي غونډه ترسره شوه
د قېمتي او نېمه قېمتي ډبرو د تنظیم سکټور په موخه د همغږۍ بین الوزارتي غونډه د کورنیو چارو وزارت، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د 6/8/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت کې ترسره شوه.
یاده غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ ترسره شوه پکې د کورنیو چارو وزارت، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مرستیالانو په ګډون، چې پکې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، د پلان او پالیسي مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د قېمتي او نېمه قېمتي ډبرو د تنظیم سکټور په موخه د حرفوي کان کیندنې طرزالعمل او د کندهار ولایت د بي بي ګوهر او زاهدان سیمو د سربو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مرستیالانو په دې موخه خپل نظریات شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته