په ننګرهار ولایت کې د مرمرو کتله وموندل شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۲:۳
ddd

افغان جیولوجستان د هیواد له هغو زیار ایستونکو او علمي شخصیتونو له جملې څخه شمیرل کیږي چې شپه او ورځ یې د هیواد کاني زیرمو او بهبود لپاره پرځان نه ارامه کړي. په همدې وجه د افغانستان جیولوژی سروې ویاړ لري چې د هیواد کاني زیرمو لپاره یو ژمن او با استعداده  ټیم له خپله ځانه سره لري.

جیولوژیکي سروې ټیمونه د کانونو وزارت په همغږۍ د هیواد په مختلفو سیمو کې څیړنې ترسره کوي، چې دا ځل یې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ مرزاخیل سیمې ته د کانونو د موندنې او جیولوژیکي سروېګانو د ترسره کولو لپاره، خپل کاري ټیم د دوو میاشتو د څیړنو پخاطر استولۍ. چې له نیکه مرغه ذکر شوي ټیم تردې مهاله توانیدلۍ چې د مرمرو یوه کتله تثبیت کړي چې د ساحې جیولوژیکي راپور، د زیرمې محاسبه، جیولوژیکي او توپوګرافیکي نقشو ترتیب او یو شمیر نورو لازمو کارونو د اجرا په حال کې لا هم خپلې ستونزې نه حس کوي.

 

#د_ننګرهار_مرمرو_کان #سروی‌جیولوجی_افغانستان #د کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته