په هرات، تخار او میدان وردګ ولایتونو کې د دری ساحو د ګچو او د مرمرو د کانونو داوطلبي 

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۱:۵۹
بیب

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات او تخار ولایتونو د ګچو د کانونو او د میدان وردګ ولایت د مرمر ډبرو د کان داوطلبي د 6/2/1401 نېتې د وزارت په مقام د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د غوریان د ګچو کانونه، د تخار فرخار ګچ او د میدان وردګ ولایت د مرمرو ډبرو کان داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلي و، د موظف هئیت، او هغه شرکتونه په شتون کې چې د  پروپوزلونو په ارزونې کې یې د داوطلبۍ شرایطو پوره کړي وو د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره شوو.
په دغه داوطلبۍ کې د بوست استخراج او پروسس شرکت چې في ټن ګچ د (450) څلور سره پنځوس افغانیو په اعتبار سره، د شرق میانه د کان استخراج شرکت د (350) درې سوه پنځوس افغانیو په بیه او د ګل نما د کانونو د اسخراج او پروسس شرکت  في ټن مرمر د (410) څلور سوه لس افغانیو په بدل کې ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته