کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره کړه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۳:۲۰
wer

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د 1402 کال د وري مياشتې په 16 مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د دغه وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې تر سره کړه. 

غونډه د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آياتونو سره پېل شوه چې ورپسې بيا د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحديث شهاب الدين دلاور د تېر يو کال فعاليتونو او لاسته راوړنو مرور تر څنګ د نفرايټ۔ کرومايټ۔ مرمر او مالګې کانونو د قراردادونو د تطيبق او عملي کولو او د نظارت لپاره۔ د ولايتونو کانونو لپاره د هيئت ټاکل او د هرات۔ کندهار او پروان جبل السراج سيمنټو فابريکو په اړه بحث او نظرونه سره شريک کړل. 

همدارنګه یو شمېر اړوندو رئیسانو د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه د خبرو ترڅنګ د خپلو کاري پلانونو او برنامو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او غونډه بيا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور لخوا د لازمو لارښوونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته