کانونو او پټرولیم وزارت د روان مالي کال د بودجې د لګښت او د راتلونکي مالي کال د پیشنهادي بودجې په پار ناسته ترسره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د روان مالي کال د بودجې د لګښت او د راتلونکي مالي کال د پیشنهادي بودجې په تړاو ناسته، د دې وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي مومند تر مشرۍ لاندې، په داسې حال کې تر سره شوه چې، د دې وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلي مومند، مالي او اداري مرستیال ښاغلي رباني او د وزارت اړوند ادارو رئیسانو په کې ګډون کړی ؤ.
د ناستې په ترڅ کې د وزارت مشرتابه لخوا د پراختیایې بودجې د لګښت له لارې، د صنایعو استخراجي سکټور د مهمو پروګرامونو د پلي کیدو په پار اړین هدایات وړاندې کړل.
